د عامې روغتیا وزارت اړوند یې ځينې داسې اسناد ترلاسه کړي، کوم چې ښيي د روغتیا وزیر او مالي معین د وزارت پروژې خپلې شخصي موسسې ته ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت نوی مالي او اداري معین شفیق الله شهیم چې د ټاکل کېدلو یې میاشت نه ده پوره شوې، د روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز سره د یوې شخصي موسسې (انجیو) شریک دی او هڅه کوي، چې د یاد وزارت زیاتره پروژې د دغې موسسې له لارې پلي کړي؛ څو ګټه یې دوی ته ورسیږي.