دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 208873
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» له خپل ایراني سیال «جواد ظریف» سره تلیفوني خبرې کړې او د کابل د روان سیاسي بحران په اړه ورسره غږېدلی. په دې تلیفوني مکالمه کې د افغانستان د وروستي وضعیت او د سیاسي اختلافاتو د حل په برخه کې د هڅو په اړه خبرې وشوې.

په ورته وخت کې ارګ هم خبر ورکوي، چې اشرف غني له جواد ظریف سره تلیفوني خبرې کړې.
ارګ که څه هم له جواد ظریف سره د سیاسي بحران په اړه د خبرو تائید ندی کړی، خو وايي، دواړو لورو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ایران د مرستو د ژمنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له روسیې سره د کابل د سیاسي بحران په اړه غږېږي، چې په کابل کې د غني او عبدالله سیاسي ناندرۍ لا هم روانې دي.
تر دې وړاندې هم جواد ظریف د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه غږېدلی وو او د ټولشموله حکومت په جوړولو یې ټینګار کړی وو.
 
https://avapress.com/vdcd5j0xsyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته