دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 208971
د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ د پنځه غړو وژل کېدل
غزني ولایت کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ( چهارشنبه غويي ۱۰ ) د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په نظرخان کلي کې د ملکي کسانو یو موټر د سړک پر غاړې پر یو ځای پر ځای شوی ماین ختلی، چې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، یاد کسان د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې غوښتل یې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ته د خپلوانو لیدنې ته ورشي، چې موټر یې پر ماین برابر شوی دی.
د ښاغلي آرین په خبره وژل شویو کسانو کې دوه ښځې، یو ماشوم او دوه نارینه شامل دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې مسؤلیت پر طالبانو اچولی، او ویلي چې تېرو دوو انیو کې دا دریم ځل دی، چې طالبانو غزني ولایت کې د سړک غاړې ماینونو او توغندیو په وسیله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو غزني ولایت کې د تازه رامنځته شوې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccm4qis2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته