دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 209100
د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي نن (شنبې د غويي په ۱۳مه نېټه) وايي نښته نیمه شپه هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو سرې قطعې په زارې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې بریدونه پیل کړل.
ښاغلي رضايي زیاته کړه چې نښتې نېږدې درې ساعته دوام درلود.
 د شاهین قول اردو ویاند څرګندوي چې نښته کې ۱۵ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره چې له نښتې وروسته طالبان له سیمې تښتېدلي دي او حالت بېرته عادي شوی دی، خو د سیمې خلک اندېښنه لري چې طالبان به بیا راوګرځي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د زارې ولسوال، سیف الرحمن رحماني بیا وايي چې نښته کې ۱۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره چې طالبانو له څلورو خواوو پر زارې ولسوالۍ بریدونه وکړل او د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د زارې ولسوالۍ اندېښنه څرګندوي چې که یادې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواک ونه رسیږي، نو طالبان به بیا پرې برید وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchvwniv23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته