دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 209109
میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا د ستنې د ویجاړولو په تور شپږ کسان نیول شوي
کورنیو چارو وزارت هغه شپږ کسیزه وسله واله ډله نیولې، چې تېره اونۍ یې د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ستنه په بمونو الوزولې وه.
کورنیو چارو وزارت نن ( شنبه غويي ۱۳ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه ملي پولیسو کابل کې هغه شپږ کسیزه ډله نیولې، چې تېره اونۍ یې میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا ستن په بمونو الوزولې وه.
وینا پانه کې راغلي چې یادو کسانو تېره شپه غوښتل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې برید ترسره کړي، چې د یادې ولسوالۍ د منسوبینو له خوا تر پېژندې وروسته نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت یاد کسان طالبانو پورې تړلي بولي، او وايي، چې د کابل قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ګل پادشا تر مشرۍ لاندې د افغان حکومت ضد وسلوال فعالیتونه ترسره کول.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل راکټ غورځونکی، دوه میله کلاشینکوف او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسه ته ورغلي دي.
تېره اونۍ د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ستن په بمونو تخریب، او د کابل په ګډون پر یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوه.
https://avapress.com/vdcgzy9xyak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته