نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د ۴ پولیسو او ۴ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي، چې ټپیان ټول روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت یې ډاډمن دی.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا برید چا او ولې کړی دی؛ خو امنیه قومندان عبدالرحیم زی وايي، په دې هکله د پولیسو تحقیقات جریان لري او ډیر ژر به د پېښې اصلي عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
په ورته مهال د سیمې یو تن اوسېدونکي بیا د تیلفون په کرښه رسنیو ته ویلي، چې د لاسي بم له چاودنې وروسته سیمه کې ولاړو امنیتي ځواکونو یوې او بلې خواته ناتاره ډزې وکړې، چې یو شمېر کسان د هغوی په ډزو هم ټپیان شول.
د پکتیکا د سیمه ییزو امنیتي مسئولینو او میشتو ولسونو ترمنځ اړیکې له څه مودې راهیسې ترینګلې دي، دوه اونۍ وړاندې هم د پکتیکا مرکز ښرنه کې د امنیه قومندان نثاراحمد عبدالرحیم زي او د مټاخان ولسوالۍ امنیه قومندان ودود اندړ پرضد خلکو پراخ لاریونونه وکړل، چې د والي په منځګړیتوب دغه لاریونونه پای ته ورسېدل.