دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 209416
د افغانستان ملي امنیت شورا: ۵۲ نور طالب بندیان مو خوشي کړل
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د افغان ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم پرون د سې شنبې په ورځ هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان خوشي شول. د دې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپل ټویټر کې لیکلي، دا زندانیان ددې لپاره خوشي شول چې د کورونا وېروس سره په مبارزه او سوله کې پرمختګ وشي. دی وايي، د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به نن چارشنبه هم دوام پیدا کړي: "پر طالبانو غږ کوو، چې د برمته کړو ولسي او پوځي خلکو د خوشي کولو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي."

په ورته وخت کې پرون د سې د شنبې په ورځ هم د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخي پله له زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشي شول.
د ملي امنیت شوار وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر طالبانو غږ کوي، چې د حکومت له خوا د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.
 
https://avapress.com/vdchzwni-23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته