خلیلزاد د تازه سفر په ترڅ کې تر پاکستان وړاندې قطر او بیا هند ته تللی و او هلته یې له طالب استازو او هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.
قطر کې خلیلزاد او د طالبانو استازي د امریکا او طالبانو د هوکړې په بشپړ تطبیق، د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیل، اوربند او د بندیانو پروسې په چټکتیا غږېدلي وو او تر څنګ یې په افغانستان کې د تښتول شوي امریکايي قراردادی «مارک فیریکس» په اړه بحث کړی و.
په نوي دهلي کي خلیلزاد له هندي چارواکو د «ترهګرو د پټنځایونو» په اړه اندېښنې اورېدلې وې او تر څنګ یې له هغوی غوښتي و، چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
تمه ده خلیلزاد به له پاکستان وروسته یو ځل بیا قطر ته ستنېږي او هلته به طالب استازي ویني.
د خلیلزاد دغه سفر داسې مهال دی، چې طالبانو ، امریکا د شوې توافقنامې په بشپړ تطبیق کې پاته بللې او په بیا، بیا یې غږ کړی، چې له توافقنامې باید سرغړونې ونه شي.
تر دې دمه نه یوازې له طالبانو سره وعده شوي پنځه زره بندیان نه دي خلاص شوی، تر څنګ یې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې تمه وه د سرتاسري اوربند په اړه پکې بحث وشي؛ له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.