دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 209552
د ملګرو ملتونو په یوه افشا شوي رپورټ کې راغلي چې د واګنر په نامه د یوې روسۍ ډلې سلګونه اجیر وسله وال چې ډېر معلومات یې په اړه نه شته، د لیبیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل دي. ویل کېږي چې دغه وسله وال د لیبیا حکومت پر ضد د جنرال خلیفه حفتر په پلوي جګړه کوي. داسې باور کېږي چې د دغې ډلې وسله وال به د لیبیا تر څنګ په اوکراین، سوریه او ځینو نورو جګړو کې هم ښکېل وي، خو د روسیې حکومت له دغې ډلې سره له لاس لرلو انکار کوي. دغه رپوټ د یوې خپلواکې څارونکې ډلې لخوا د ملګرو ملتونو بندیزونو کمېټې ته وړاندې شوی دی.
https://avapress.com/vdciw3arrt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته