د یادې شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبه مې۹(غويي۲۰) ویلي چې اوس د طالبانو نوبت دی چې د بندیانو ازادولو لړۍ ګړندۍ او ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې چې نور په دې برخه کې ځنډ د توجه وړ نه دی.
ولسمشر غني د تیرې کب میاشتې پر ۲۰مه له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او سولې بهیر کې د پرمختګ په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان ورکړ.
پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پرون جمعه ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې په هرات کې د افغان پوځ بندي ۴۸ سرتیري ازاد کړي دي.
شاهین همدارنګه زیاته کړې چې د بندی افغان سرتیرو د ازادولو بهیر ته به دوام ورکړي.
د افغانستان امنیت شورا تر دامهاله د طالبانو لخوا د تازه ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې. خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۱۷ بندیان ازاد کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او یو تن څارنوال هم پکې شامل دی.
طالبانو تر دې مخکې هم په کندهار، لغمان او کندز ولایتونو کې د ۱۱۲ بندي افغان سرتیرو د ازادولو خبر ورکړی و، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو تر دامهاله ۱۰۷ بندیان افغان حکومت سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.
د سولې بینالافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې یوه مهمه برخه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس