دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 209625
پر بايسکل په لرې سيمو کې د کورونا د ځان ساتنې او خلکو خبرولو هڅې
ننګرهار کې يو ځوان په رضا کاره توګه پر بایسکل په ولسوالیو ګرځي او خلکو ته د کورونا د خونديتوب لارې چارې ورښيي. دغه ځوان د کورونا په هکله ليکلې لارښوونې په خلکو وېشي، کوچنيانو ته په سمه توګه لاس مينځل ورښيي او له یو انسان بل ته د یاد رنځ د انتقالېدو د مخنيوي په لارو چارو غږېږي.


ده له تېرو دوه اونيو راهيسې نږدې ۱۲ زرو کسان په کلیو او بانډو کې کتلي او وایي هڅه یې ده چې نژدې ۴۰ زره کورنۍ به ګوري.
پر بایسکل د سرو غرمو مزل او لارې چې چندان خوندي هم نه دي. د یوه ننګرهاري ځوان زړورتیا او خواري ددې لپاره ده چې یو مهم پیغام خپلو خلکو ته ورسوي.
دا ځوان له ښاره لرې په کلیو او بانډو کې پر بايسکل له کورونا د خونديتوب ګرځنده رضاکاره کمپاين کوي چیرته چې اړتیا یې ډېره لیدلی شي.
۲۵ کلن ادریس سیاوش پر خپل بايسکل ځانګړې بکسه نښلولې، د کورونا پېغامونه پرې را ځوړند، په لوړ غږ پېغامونه غږوي او د کورونا وقايوي توکي (ماسکونه) له ځانه سره لېږدوي او وېشي.
 
https://avapress.com/vdcj8he8iuqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته