دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 209626
کورونا وېروس: عمران خان وايي، پاکستان کې حالت کابو دی
د پاکستان سند ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا وېروس د اخته ۱۰۸۰ نويو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي. د صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه وايي، دا د پاکستان په یوه صوبه کې په څلروېشتو ساعتونو کې د نویو ثبت شویو ناروغانو تر ټولو لوی شمېر دي.

د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس خپرېدو لړۍ روانه ده او تر اوسه په ۱۸۷ هېوادونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر څلور میلیونو کسانو ته نژدې شوی دی.
تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله د ۲۷۵۰۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده. یوازې د امریکا متحدو ایالتونو کې د تایید شویو ناروغانو شمېر له ۱۲ لکه کسانو اوښتی دی، چې د بل هر هېواد پرتله پنځه برابر ډېر شمېر دی.
د پاکستان سند ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا وېروس د اخته ۱۰۸۰ نويو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.
د صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه وايي، دا د پاکستان په یوه صوبه کې په څلروېشتو ساعتونو کې د نویو ثبت شویو ناروغانو تر ټولو لوی شمېر دي.
ښاغلي شاه دا یو اندېښمنونکی حالت بللی او په وینا یې 'داسې ښکاري چې موږ د اوج پر لور روان یو. '
په ټول پاکستان کې د کوويډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ۲۸ زرو کسانو اوښتی دی او له ۱۰۷۰۰ ناروغانو سره یې تر ټولو ډېر شمېر په سند کې دی.
 
https://avapress.com/vdcauonui49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته