دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 209649
خلیلزاد له جنرال باجوه سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پاکستان ته د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستي سفر په اړه یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې بهیر په هکله خبرې کړي دي.
د امریکا سفارت د شنبې په ورځ مې۹ ( غوايي ۲۰) په دغه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې سفیر خلیلزاد د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره د امریکا د پرله پسې هڅو او د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د پاکستان ملاتړ او ژرتر ژره د بین الافغاني خبرو د پیل په مسلو خبري کړي دي.
همداشان ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د مارک فریشز په خوشې کولو کې د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
د امریکا د بحري ځواکونو پخوانی غړی مارک فریشز چې د یو قراردادي شرکت عامل مدیر دی، د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د خوست په ولایت کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.
د مارک فریشز د تښتولو راپور په لومړي ځل د امریکا نیوزویک مجلې ورکړی وو.
طالبانو د دغه امریکايي قراردادي د تښتولو په پیښه بې خبرې ښودلې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو څخه مارک فریشز خوشې کولو کې د مرستې غوښتنه کړې، خو دوی هغه ویلي چې مارک فریشز د دې ډلې سره بندي نه دی.
د رسنیو د رپوټونو له مخې دغه ۵۷ کلن امریکايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو ته لیږدول شوی دی.
تراوسه هیڅ کومې ډلې د هغه د نیولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو له هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر "آی ایس پي ار" د دغې کتنې په اړه ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر څخه ملاتړ د پاکستان د ښه نیت څرګندونه کوي.
سفیر زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په مسله د خبرو وروسته اسلام اباد ته تللی وو. سفیر خلیلزاد نوي ډهلي او اسلام اباد څخه د سفر دمخه په دوحه کې د طالبانو د مشرتابه د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له یو پلاوي سره کتلي وو.
ښاغلي خلیلزاد د دغې کتنې وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي وو چې له اسلام اباد څخه د سفر وروسته به بیرته دوحه ته لاړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfj1d01w6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته