دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 209721
طالبان وایي، خوست کې د تښتول شوي امریکایي په اړه معلومات نلري
۵۷ کلن مارک فیریکس چې ویل کېږي، د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د پاکستان پولې ته نږدې تښتول شوی، تر دې وړاندې د امریکا د سمندري ځواک موټروان پاتې شوی و، په دې برخه کې یې د نړیوال لوژستیک ملاتړ د تنظیم مسئولیت ترسره کړی و او تر څنګ یې د سوډان، عراق او افغانستان په ګډون په ګڼو سیمو کې د انجینر او قراردادي په حیث دندې ترسره کړې وې.
طالبان وایي، د هغه امریکايي قراردادي په اړه مالومات نلري، چې ویل کېږي، د روان کال په لومړیو کې د افغانستان له خوست ولایت څخه تښتول شوی او لا یې هم د مرګ او ژوند په اړه مالومات نشته.
سهیل شاهین دغه څرګندونې «اسوشیټيډ پریس» خبري اژانس ته یوه ورځ وروسته له هغه کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» وویل، له طالبانو سره یې د «مارک فیریکس» په اړه خبرې کړې.
۵۷ کلن مارک فیریکس چې ویل کېږي، د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د پاکستان پولې ته نږدې تښتول شوی، تر دې وړاندې د امریکا د سمندري ځواک موټروان پاتې شوی و، په دې برخه کې یې د نړیوال لوژستیک ملاتړ د تنظیم مسئولیت ترسره کړی و او تر څنګ یې د سوډان، عراق او افغانستان په ګډون په ګڼو سیمو کې د انجینر  او قراردادي په حیث دندې ترسره کړې وې.
تېره اوونۍ د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې «FBI» د نوموړي په اړه یو پوسټر خپور کړ، چې د فیریکس نښې پکې لیکل شوې وې، او د معلومات په صورت کې له امریکایي استخباراتو سره د مرستې غوښتنه شوې وه.
یو شمېر امریکایي رسنیو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې امریکايي استخباراتو د فیریکس د موندلو په موخه استخباراتي جال غوړولی او په یو شمېر سیمو کې یې د نوموړي د موندلو په موخه عملیات هم ترسره کړي.
د تښتول شوي فیریکس کورنۍ وایي، امریکا د زرګونه طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې پروسه تنظیموي، خو د فیریکس په اړه یې لا ګام نه دی اخستی.
د نوموړي پلار د امریکا له ولسمشر غوښتي و، چې د زوی د خلاصون په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xqak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته