دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 209729
د فاریاب سیمه ییز خبریالان او قومي مشران وايي، یوه اونۍ مخکې د ګاونډي هېواد ترکمنستان لخوا د رمضان المبارک په مناسبت مرسته شوي ۹۵ ټنه خوراکي توکي د دولت او طالبانو ترمنځ د نه همغږۍ له امله له توزیع وړاندې ضایع شوي دي.
د ترکمنستان لخوا مرسته شوي کرم او ګازرې چې د طالبانو په ساحه کې خراب شول
د ترکمنستان هېواد لخوا مرسته شوو خوراکي او کرهڼيزو موادو کې: ۳۵ ټنه رومي بانجان، ۲۰ ټنه کرم(بند ګلپي)، ۲۰ ټنه ګازرې، ۱۲ ټنه نوشابه، ۸ ټنه چاکلیټ او بیسکټ، له ۳۰۰ زره زیاتې د چرګانو هکۍ شاملې وې، چې د رمضان المبارک په مناسبت افغان ولس ته د مرستې په نوم رالیږل شوي وو.
په فاریاب کې د پژواک خبریال قطب الدین کوهي وايي، له دغو مرستو څخه شاوخوا ۱۰ ټنه خوراکي توکي د اندخوی څلور ګونو ولسوالیو په خلکو وویشل شول او پاتې نور ۸۵ ټنه خوراکي توکي چې د فاریاب مرکز میمنې او ۱۰ ولسوالیو بې وزلو لپاره ځانګړي شوي وو، د ۶ کانتیرونو په واسطه انتقالیدل؛ خو د شیرین تګاب ولسوالۍ په استقامت کې د طالبانو لخوا راوګرځول شول.
نوموړی زیاتوي، د اتو ورځو ځنډولو پایله کې د مرسته شوو خوراکي توکو زیاته برخه فاسد(خراب) او لږه برخه یې په خلکو وویشل شول، چې نن د طالبانو تر کنترول لاندې د خواجه ناموسی ولسوالۍ په بازار کې د ترکمنستان هېواد مرسته شوي یو کارتن رومي بانجان په ۲۴۰ افغانۍ پلورل کیدل.
https://avapress.com/vdcewo8wojh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته