دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 209935
افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو دویمه کشتۍ چابهار ته راورسیدله

د هندوستان له لورې افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو دویمه کشتۍ د ایران چابهار بندر ته رارسیدلې او د خالي کیدو کار یې پیل شوی دی.
د ایران د بندرونو او سمندري ټرانسپورټ د چارو لوې مدیر بهروز آقایي وویل چې د ۱۰ زره ټنه وزن لرونکې دغه جوپه په ۴۳۵ کنټینرونو سره په ایراني کشتۍ کښې د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر ته رارسیدلې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې جوپې وړومبۍ برخه د ۲۰۳ کنټینرونو او پنځه زره ټنه وزن سره، د اپریل په پنځلسمه نیټه د چابهار بندر ته رارسیدلې وه او په دولسو ورځو کښې په بشپړه توګه افغانستان ته ولیږله شوه.
 
https://avapress.com/vdcdsn0xkyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته