د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وزارت د حکومت په سر د اشرف غني او عبد ا... عبد ا... ترمینځ د سیاسي اختلافاتو د هواري د فاینل کیدو خبر ورکړ.
د صلحې په چارو کښې د افغانستان د دولت د وزارت سلاکار وویل: د (دولت ساز) او (ثبات او همپالنې) د انتخاباتي ټیمونو مشران نن یا سبا پنجشنبه د سیاسي شخړو او د افغانستان د کړکیچ د هواري په سر موافقې ته رسیږي. عزیز ا... فضلي زیاته کړه: د سیاسي شخړو په ختمیدو سره به د اشرف غني له خوا له طالبانو سره د افغاني ډلو د صلحې د مذاکراتو لپاره د جهادي مشرانو او قومي مشرانو په ترکیب سره یو ټیم وټاکل شي او اوربند ته هیلې ډیرې دي. د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم په دې وروستیو کښې ویلې وو چې سیاسي اختلافات به ډیر زر ختم شي او عبد ا... عبد ا... به د صلحې د عالي شورا مشري په غاړه واخلي.