دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 210111

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل  وویل، دا لار نن (شنبه، غویی ۲۶مه) د پاکستان له لوري پرانیستل شوه چې د اټکل له مخې به شاوخوا پنځه زره افغانان هېواد ته راستانه شي.
دی وايي، له پاکستاني چارواکو سره پر دې غږېږي هغو افغانانو ته هم له دې لارې د اوښتو اجازه ورکړل شي، چې کورنۍ یې پښتونخوا کې دي:
"پاکستان کې د افغانستان د سفارت د وینا پر بنسټ دوی له پاکستان چارواکو سره پردې غږیږي چې هغه افغانان چې کورنۍ یې پښتونخوا کې او دوی دې خوا بند پاتې د هغوی د اوښتو لپاره زمینه برابره کړي."
زیارمل زیاته کړه چې دې غاړې هېڅ کوم پاکستانی بند نه دی پاتې او یوازې د ګوتو په شمار موټر چلوونکي پاتې چې نن به واوړي.
پرون په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم په خپل ټویټر لیکلي وو، دا چې د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي، نو له هېوادوالو جدي غوښتنه کوو چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو هېواد ته ولاړ شي.
دغه دروازه د مې په ۶مه هم یوه ورځ پرانیستل شوې وه چې ورسره د پاکستان لورته ایسار نژدې پنځه نیم زره افغانان هېواد ته ستانه شول.
 
https://avapress.com/vdcb8gb58rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته