دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 210322
ملي امنیت: طالبان له داعش ډلې سره اړیکې لري؛ طالبان: موږ داعش له منځه وړی
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، داسې اسناد او شواهد لري چې ښیي په دې هېواد کې د داعش ډلې پاتې جنګیالي له طالبانو او حقاني شبکې سره یو ځای او په همغږۍ فعالیت کوي.‌
د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج نن کابل کې په یوه خبرې غونډه کې وویل، داسې بشپړ اسناد لري چې ښيي، لږ تر لږ د داعش هغه څانګه چې کابل کې فعالیت کوي او وروستي بریدونه یې ترسره کړي، له حقاني شبکې سره اړیکي‌ لري.
ښاغلي سراج همدا راز ادعا وکړه، داسې اسناد لري چې ښيي داعش ډله له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري.
د نوموړي په وینا دوه اونۍ مخکې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې د یوه وژل شوي غړي د ګوتې نښې ښيي، چې هغه مخکې د طالبانو اړوند حقاني شبکې غړي و.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي سراج ادعا ردوي او دا د حکومت تبلیغاتي جګړه بولي. د ښاغلي مجاهد په وینا، دوی خپله د داعش ريښې په افغانستان کې ور وچې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcf0xd00w6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته