دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 210787
ټرامپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرامپ یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو خبر ورکړی دی. د افغان خبري اژانس د راپور پر اساس، ټرامپ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو په تړاو ویلي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې اته ازره امریکایي پوځیان مېشت دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو خبر ورکړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس، ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو په تړاو ویلي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې اته ازره امریکایي پوځیان مېشت دي او هلته د یو سرتیري نه، بلکې د پولیسو دنده مخته وړي.
ده زیاته کړې، نور باید په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن حضور پای ته ورسېږي او ټول سرتیري خپلو کورونو ته ستانه شي.
نوموړي له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له مخې باید امریکا خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
د یادولو وړ ده چې د همدغه تړون له مخې به ټول بهرني سرتیري په ۱۴ میاشتو کې افغانستان پرېږدي.
 
https://avapress.com/vdcaawnu049n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته