دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 211005
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې د یو لړ عملیاتو پر مهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د جنایي جرمونو په تور ۱۲ تنه ونیول.

یاد کسان د کابل ښار په اوومې، دیارلسمې او اوه لسمې ناحیو کې نیول شوي دي.
د وزارت په خبره، دغو کسانو په وسله والو غلاوو، وژنو او د خلکو په ځورونه کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي چې له یادو جنایي مجرمینو څخه یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
د کابل امنیتي چارواکي پر داسې مهال دلته د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې خبر ورکوي، چې لاهم د کابل په ګڼو سیمو کې وسله والې غلاوې، وژنې او ورته نور جنایي جرمونه ترسره کېږي او خلک یې اندېښمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdce7z8wnjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته