د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد خامه پرس خبري آژانس ته وویل چې پېښه تېره شپه ( شبنه غبرګولي ۱۰ ) د هرات – کندهار پر لویه لار او د هرات ولایت اړوند ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې یو فولډر ډوله موټر له ټېلر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په خبره پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې ګډون لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)