دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 211108
کابل کې پولیسو ۱۲تنه دجنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې منسوبینو ۱۲تنه د جنایي جرمونو په تړوا نیولي دي. اعلامیه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د کابل ولایت له دیارلسمې، اومې، اووه لسمې او پغمان ولسوالۍ له مربوطاتو نیول شوي دي. اعلامیه کې راغلي دي، چې نیول شوو کسانو په تښتوونو، ځورونو او ګن شمیر نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
https://avapress.com/vdciuzarvt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته