د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا خورا چټکه او له کنټرول وتلې ده، نو ښايي انساني ناورین رامنځ ته کړي. دغه کمېته وایي، افغان حکومت هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه چټکه کړې ده خو داسې ښکاري چې اړین تجهیزات نه لري او که پاملرنه ونه شي، نو وضعیت به تر دې هم خطرناک شي. عامې روغتیا وزارت هم د پېښو د ډېرېدو خبره کوي.