دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 211465
یوه لویه اسماني ډبره د ځمکې له کورې څخه نژدې تیریږي
د امریکا متحده ایالاتو د فضايي تحقیقاتو ملي اداره (ناسا) وايي، یوه لویه اسماني ډبره به د شنبې په ورځ د ځمکې له کرې څخه نژدې تیره شي.
د ناسا ملي ادارې د اسماني ډبرو د تحقیقاتي مرکز د راپور له مخې دغه اسماني ډبره چې د (۲۰۰۲ ان ان ۴ ) په نوم پيژندل کیږي ۵۷۰ متره عرض لري.

له دې سره سره د دغه مرکز څېړونکي وايي چې له دغه ډبرې څخه وېره نه ده پکار، ځکه چې د ځمکې کورې ته ګواښ نه جوړوي.
دغه اسماني ډبره د شااخوا پنځه میلیونه کیلومتره په فاصله کې د ځمکې له کورې څخه تیره شي.

د ناسا د اسماني ډبرو تحقیقاتي مرکز په ۱۹۹۸ کال کې رامنځته شو.

د دغه مرکز پوهان وايي چې په ډير کم شمير کې اسماني ډبرې د ځمکې له کورې څخه نژدې تیریږي چې په وینا یې باید نظارت یې وشي.
د دغه پوهانو په خبره د وخت په تیرېدو سره د سیارو دجاذبې قوه کولای شي یوه له دغو ډبرو څخه له مسیر څخه وباسي چې په نتیجه کې به یې د ځمکې سره د ټکر لامل شي.

ناسا وايي چې د دا ډول پېښو رامنځته کېدو په صورت کې دوی بېړني پروګرامونه لري چې د ځمکې له کورې سره د دا ډول ډبرو د لګېدو مخه ونیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8wnjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته