د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني نن شنبه جون شپږمه(غبرګولې۱۷) امریکا غږ ته وویل چې د مزاري په نوم د محلي پولیسو قوماندان تیره شپه له خپلو نورو پولیسو سره د طالبانو تر برید لاندې پولسو ته د کمک لپاره روان و چې چاودنه پرې شوې.
هغه زیاته کړه:"بدبختانه د محلي پولیسو قوماندان مزاري باندې د سړک غاړ ماین چادنه شوې او له خپل پرسونل سره چې۱۱ تنه وژل کیږي."
د بدخشان د پولیسو ویاند وايي چې د طالبانو د برید پرمهال د «خاش» ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حمیدالله له خپلو دوو تنو وسله والو سره هم وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:"د شپې یوه بجه د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې جګړه رامنځته شوه د حمیدالله په نوم د طالبانو ولسوال ووژل شو."
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه پېښه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې د افغان حکومت په ګډون ګڼو هیوادونو له وسله والو طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
تیره ورځ هم د طالبانو لخوا په وسله وال برید او ماین چاودنه کې په زابل ولایت کې لس پولیس ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.