دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 211488
بدخشان کې ماین چاودنې د قوماندان په ګډون ۱۱ محلي پولیس وژلي
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په «خاش» ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۱ محلي پولیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني نن شنبه جون شپږمه(غبرګولې۱۷) امریکا غږ ته وویل چې د مزاري په نوم د محلي پولیسو قوماندان تیره شپه له خپلو نورو پولیسو سره د طالبانو تر برید لاندې پولسو ته د کمک لپاره روان و چې چاودنه پرې شوې.
هغه زیاته کړه:"بدبختانه د محلي پولیسو قوماندان مزاري باندې د سړک غاړ ماین چادنه شوې او له خپل پرسونل سره چې۱۱ تنه وژل کیږي."
د بدخشان د پولیسو ویاند وايي چې د طالبانو د برید پرمهال د «خاش» ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حمیدالله له خپلو دوو تنو وسله والو سره هم وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:"د شپې یوه بجه د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې جګړه رامنځته شوه د حمیدالله په نوم د طالبانو ولسوال ووژل شو."
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه پېښه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې د افغان حکومت په ګډون ګڼو هیوادونو له وسله والو طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
تیره ورځ هم د طالبانو لخوا په وسله وال برید او ماین چاودنه کې په زابل ولایت کې لس پولیس ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcjove8ouqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته