دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 211833
هرات کې په کرونا ویروس شکمن ۱۴ کسان مړه شوي
تېرو څلریشت ساعتونو کې هرات ولایت کې ۱۴ هغه کسان مړه شوي، چې د کرونا ویروس نښې نښانې یې بدن کې لیدل شوي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې په کرونا ویروس شکمن ۱۴ کسان مړه شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست نن ( پنجشنبه غبرګولي ۲۲ ) یاد خبر خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې کرونا جدي وګڼي او د دوی لخوا ورکړل شوې سپارښتنې عملي کړي.
دا په داسې حال کې دې چې وروستیو څلور ورځو کې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر کې بې سارې ډېروالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsf0xsyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته