افغان حکومت وایی، پاکستاني پلاوي له جمهور رییس غني سره په لیدنه کې د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.
د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان ته د پاکستان د لوي درستیز راتګ دا ښیی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې راتګ ته ژمن دی او افغانستان د اسلام اباد د لا همکاریو په تمه دی.
صدیقي زیاته کړه چې د سولې راوستو لپاره ملي اجماع شتون لري او په دغه بهیر کې مثبت ګامونه پورته شوي دي.
ده وویل، د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې اوس هېڅ کوم خنډ نشته.
خو سیاسي شنونکي بیا وایی، ترڅو چې د پاکستان په کړنو کې کوم بدلون رانه شي، پر یاد هېواد باور کول سم نه دي.
سیاسي شنونکی سید ناصر موسوي وایی، مخکې له دې هم پاکستان له افغانستان سره د همکاریو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه یې د عملي کېدو څرک نه دی لګېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې افغان حکومتي چارواکي او د افغانستان بهرني ملاتړي، پاکستان په افغانستان کې د اوږد مهاله جګړې عامل بولي.