د دې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مارتین ییګر د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره خبرو کې پرون دا ژمنه وکړه.
د افغانستان مالیې وزارت هم د خبرپاڼې خپرولو سره دا خبر تایید کړی دی.
په دا مهال د د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکی کي به له کورونا سره د مبارزې لپاره، افغانستان سره ۷۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
دې سازمان ویلي له دې ویروس ډېر اغېزمن خلک باید دې مرستو کې لومړیتوب ولري.
د مۍ میاشتې په اتمه نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.
له هغه څلور ورځې مخکې اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د چارواکو په خبره، د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.