دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 212136
افغانستان، امریکا او روسیه پر افغان سولې غږېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن ماښام پر افغان سولې د بحث لپاره د افغان، امریکايي او روسيې چارواکو تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړېږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د دوشنبې په ورځ د جون ۱۵ (غبرګولي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې په دې درې اړخیزه غونډه کې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو خوشې کولو، بین‌الافغاني مذاکراتو او دایمي او هراړخیز اوربند باندې خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې په دې غونډه کې به درې‌واړه خواوې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو هم بحث وکړي.
د افغان سولې په تړاو دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نیول کېږي.
افغان حکومت ویلي چې د دغو مذاکراتو لپاره د ځای او نېټې پر ټاکلو بحثونه روان دي.خو معلومه نه ده چې دغه مذاکرات به کله تر سره شي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تیره ورځ ویلي چې افغان حکومت په دوحه کې د لومړۍ غونډې لپاره یوازې هوکړه کړې، خو زیاتوي چې تراوسه د مستقیمو خبرو ځای ځایکې په اړه کومه موافقه نه ده شوې.
 
خو تیره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکاغږ ته وویل چې د پاتې طالب بندیانو تر خلاصولو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ غونډه په دوحه کیږي.
له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې افغانان تر بل هر وخت د بین‌الافغاني خبرو پیلېدو ته نژدې شوي دي.
همدارنګه ولسمشر غني هم تیره اونۍ د اتلانتیک شورا سره د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرو کې په نژدې راتلوونکې کې دسولې بهیر په اړه د پرمختګ خبر ورکړی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeunui49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته