دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 212700
کابل کې د لویې څارنوالۍ ۵ کارکوونکي وژل شوي
د راپورنو له مخې د لویې څارنوالۍ پنځه کارکوونکي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسینو ته ویلي، چې یاد کسان د بګرام د عدلي مرکز کارکوونکي وو چې نن سهار ۸ بجې دندې ته د تلو پر مهال ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
لویې څارنوالۍ د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا په کابل کې ننۍ دویمه خونړۍ پېښه ده چې رامځته کېږي.
نن ( دوشنبه سرطان ۲ ) سهار شاوخوا ۹ بجې وسلوالو غلو د دریمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې یو پولیس په ډزوو وواژه او یو بل یې تپي کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchviniv23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته