یاد وزارت نن پنجشنبه د (چنګاښ میاشتې ۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوند جزیره سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دی.
وینا پاڼه کې راغلي چې دې نښته کې د طالبانو ۱۳ جنګیالي وژل شوي، پنځه نور ټپیان شوي او یو شمېر وسلې ترې د جګړې په ډګر کې پاتې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو دې ته ورته برید د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې هم پر امنیتي ځواکونو ترسره کړی، چې له مخې یې امنیتي ځواکونو کلک ځواب ورکړی او څلور طالبان یې وژل او پنځه نور یې ټپیان کړي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس