دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 213052
کابل: يو مارکېټ کې اور لګېدلی
د کابل د پوليسو وياند وايي، د کابل ښار دولسمې امنيتي حوزې اړوند احمد شا بابا مېنې په سيمه کې د سليم کاروان بلاکو ترڅنګ يو مارکېټ کې اور لګېدلی دی.
فردوس فرامرز رسنيو ته ويلي دي، هغه مارکېټ چې اور پکې لګېدلی دی د سوداګرۍ چارو اړوند دی.
هغه وايي، د اور وژنې ډله سيمې ته پر وخت رسېدلې او اوس مهال اور مړ شوی دی.
ښاغلی فرامرز وايي، د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تخنيکي ټيم خپلې څيړنې پيل کړي او ډير ژر به يې جزئيات شريک شي.
د کابل ښار په يو شمېر مارکېټونو کې وخت نا وخت اور لګېدنه رامنځته کېږي چې خلک ترې سخت مالي زيان ويني.
 
https://avapress.com/vdciwparrt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته