رویټرز خبري آژانس وايي هغو مامورینو چې په دې معامله یې معلومات لرل نیویارک ټایمز ته یې ویلي په اروپا کې د روسي استخابارتو هغه ډله چې هدفي وژنې ترسره کوي تېر کال یې په افغانستان کې وسله والو ته د کامیابو حملو په سر ډالۍ او انعامونه ورکول.
نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وايي داسې ګمان کیږي چې مذهبي وسله والو ډلو او یا د دوی سره تړلو مسلح جنایت کوونکو عناصرو دا شان یو مقدار پېسې ترلاسه کړي دي.
رویټرز وايي چې تر اوسه د امریکا استخباراتي بنسټونو په دې اړه دوی کوم ځواب نه دی ورکړی.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې ډانلډ ټرمپ ته د روس په اړه دغه استخباراتي معلومات ورکړی شوي دي خو رویټرز وايي سپینې ماڼۍ لا د روس په اړه د کوم ګام منظوري نه ده ورکړې.
د رویټرز ترمخه نیویارک ټایمز خپل رپورټ کې ویلي په ۲۰۱۹ کې ۲۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې کومې وژنې په مشکوک توګه د روسي انعام دپاره شوي دي.
د سږ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه امریکې او طالبانو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی چې ترمخه به یې امریکايي عسکر د افغانستان څخه وځي او طالبان به په امریکايي ځواکونو حملې نه کوي.
امریکايي مامورینو ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی شوی دی او دغه ګام طالبانو سره د ټاکل شوي میعاد نه وړاندې اخیستل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)