د کابل څلورمې امنیتي حوزې اړوند د کابل په ګل سرخ څلور لاري کې د غالیو په یوه مارکیټ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پای ته ورسېده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز کلید ته په خبرو کې وویل چې یاده اور لګېدنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې رامنځته شوه چې د اور ژغورنې ډله سیمې ته په وخت ورسېده او اور یې مهار کړ. نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.