دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 213328
خوست: د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خدماتو ارزونه پیلیږي
په خوست کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خدماتو ارزونه پیلیږي. د خوست ولایت د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدايي پرون دوشنبه د عامې روغتیا د بورډ په ناسته کې چې په کې د عامې روغتیا، خصوصي سکتور، ډاکټرانو اتحادیې، سکتوري رئیس، د ملکي روغتون او OHPM موسسې مسولینو ګډوون کړی و، په دې ولایت کې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ارزونې لارښونه وکړه.

خوست والي وویل په دې ارزونه کې به ټولې اړونده ادارې د سرویلانس فعالیتونو، تر لاسه شویو امکاناتو، د ولایت لپاره د عامې روغتیا وزارت، OHPM او نړیوال روغتیايي سازمان له لوري ځانګړې شوې بودیجې، د تر شره شویو خریداریو، عامه پوهاوي، د ولسوالیو د قرنطین مرکزونو، کرونا سره د مبارزې د برخې تشکیلاتو، غیر طبي او اداري برخو، نیمګړتیاوو او اړتیاوو په برخو کې ارزونې شاملې دي.
سرچینې ویلي؛ والي ټولو ادارو ته لارښونه وکړه، چې په مسولیت سره په نیږدې ورځو کې د ولایت مقام له لوري ورکړل شوی فورم ډک او مشخصو وړاندیزونو سره یو ځای ولایت مقام ته وسپاري.
په ناسته کې خوست والي د محبس لپاره د څارنوالۍ، عامې روغتیا، عدلی ریاست، محبس، امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام له استازو جوړه کمیټه وټاکله تر څو له محبس څخه له نیږدې لیدنه وکړي او د محبس روغتیايي وضعیت وڅاري.
https://avapress.com/vdcewx8wvjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته