دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 213343
د ارزګان دهراود امنیه قومندان وسله‌وال برید کې ژوند وبایلو
د ارزګان دهراوت ولسوالۍ امنیه قوماندان، شاه محمد یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، نوموړی تېر مازدیګر(دوشنبې د چنګاښ په ۹مه نېټه) ترینکوټ کې د کندهار اډې سیمه کې له وسله والو برید سره مخامخ شوی دی.
پر هغه ۵۳ ځله د ځانمرګو بریدونو په ګډون بېلابېل ډول بریدونه شوي او ۹ ځله ټپي شوی هم وو، خو تېره ورځ یې وروستي برید کې ساه ورکړه.
پېښه کې د دهراود د امنیه قوماندان دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
دهراود امنیه قومندان، شاه محمد شاه سترګو شپږ کاله مخکې د چاودنې په ترڅ کې لید بایللی وو، خو ویل یې چې له هېواد او دندې سره مینه نه ده بایللې او ډېر وخت به یې په خپله د جګړې مشري کوله.
هغه  جګړو کې د کورنۍ ۱۳ نور غړي هم له لاسه ورکړي وو د شلو کارو راهیسې د پوځ لیکو کې پر دنده بوخت وو او د  پنځو کالو راهیسې یې د دهراود د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbafb5frhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته