دا کتابتون د کابل د ۲۰۰زره نفوس لپاره جوړ شوی و، او د دغه کتابتون ډېری اثار په تېرو کلونو پورې اړوند دي.
یوازې د دغه کتابتون نوم ډېریو کابل ښاریانو ته اشنا دی؛ خو په دې ښار کې ډېر کم کسان شته چې د دغه کتابتون له کتابونو سره اشنا وي.
د دغه کتابتون په یوې ودانۍ کې چې ۵۸ کاله مخکې جوړه شوې، تر ټولو ارزښتمن کتابونه او نشریې ساتل کېږي.
د کابل په عامه کتابتون کې د ټولنیزو علومو څانګې مسوول امداد الله غیاثي وايي:«موږ په دغه کتابتون کې ډېر ارزښتمن کتابونه لرو، چې د ایران، قزاقستان او تاجکستان په کتابتونونو کې نشته.»
د عامه کتابتون د کتابونو یو بل مسوول محمد ولي آصف هم وايي:«د انند راج فرهنګ کتاب چې په هند کې چاپ شوی، ښايي یو له لومړنیو فارسي - دري فرهنګونو وي چې لرغونتوب یې څه باندې سلو کلونو ته رسېږي.»
د دغه کتابتون تاریخي جلال لا هم پر خپل ځای دی؛ خو هغه څه چې د ځینو لپاره د دغه کتابتون فضا تیاره کړې ده؛ د نوموتي مثنوي پېژندونکي او شاعر حیدري وجودي نشتون دی چې، څو ورځې مخکې ومړ.
هغه د خپل عمر څه باندې ۵۰ کاله په دې کتابتون کې د مثنوي ویلو په برخه کې تېر کړل.
د حیدري وجودي همکار محمد علي رحماني څرګندوي:«استاد حیدري وجودي دلته ځينې زده کوونکي لرل چې د هغوی شعرونه به اصلاح کول او په یوې اوونۍ کې به یې دوه ورځې مثنوي معنوي درس ورکاوه.»
په دې کتابتون کې دغه چوپتیا د کتاب لوستو د اصولو د رعایت لپاره نه دی؛ بلکې د دې ښکارندويي کوي چې ډېر کم خلک دلته راځي.
د کابل د مرکزي عامه کتابتون رییس حمیدالله شهراني وايي:«د دغه کتابتون امکانات په ۵۰ مې لسیزې پورې اړوند دي او سرچینې یې له شپېتمې تر اتیایمې لسیزې له پېر وځي او د کتابتون د ارشیفي توکو یوه برخه ګرځي، له بده مرغه موږ داسې سرچینې لرو چې ډېر ک د استفادې وړ دي چې د مراجعه کوونکو اړتیاوې نه پوره کوي.»
د معیاري کتابتون لرل د یوې ټولنې د علمي سیر ښکارندويي کوي؛ خو په افغانستان یو معیاري کتابتون هم نشته او حکومتونو هم د دغه مهم کلتور په ګټه یوه پاڼه هم نه ده اړولې.