دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 213508
غزني والي: مخالفين د تبليغاتو له لارې امنيت خرابوي خو موږ يې ټينګوو
د غزني ولایت مقام اداري ناسته د والي وحیدالله(کلیمزي) په مشرۍ، د ولایت مقام د مرستیال محمد امین مبلغ د ولایتي شورا ریس نصیر احمد فقیری او نورو ځايي دولتي ادارو د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

ناستي ته والي وحیدالله(کلیمزي) خپلو خبرو کي د دښمن د وروستیو شایعاتو او پروپاګندونو په اړوند وویل چې دښمن په دغه ولایت کې کمزوری شوی او اوس غواړي له دغه لاري د ولسونو اذهان مغشوش او په منځ کې یی ویره خپره کړي.
نوموړي وویل چې غزني کې دښمن ناکامه تحرکات کوي ولي په هغومره توانمندي نلري چې دوی دي افغان ځواکونو سره مقابله وکړ ای شي.
هغه دغه راز ټولو ریسانو ته هدایت وکړ څو د خپلو ادارو چاري لا ګړندۍ او د مرا جعېنو چاري پر وخت اجرا کړي.
وروسته له آجنډا سره سم پر اړوند موضوعاتو بحث او لازمي پريکړي وشوې.

 
https://avapress.com/vdce7x8wvjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته