دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 213577
ملګري ملتونه: افغان حکومت او طالبان دې روانه مياشت بین‌الافغاني خبرې پیل کړي
ملګري ملتونه د افغانستان له حکومت او طالبانو غواړي چې روانه میاشت بین‌الافغاني خبرې پیل او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.
په ورته وخت کې بیا د افغانستان حکومت وايي، دوی چمتو دي چې هر څه ژر له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.
يوناما په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز له قوله په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي "د جګړې له ښکېلو لورو غواړم چې د سولې خبرو د پیل لپاره تیاری ونیسي، د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره د کلکو ګامونو په پورته کولو سره سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او تاوتریخوالی راکم کړي."
 
اغلې لاینز په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونو او یو شمېر کړیو ته هم اشاره کوي چې په خبره‌یې نه‌غواړي جګړه پای ته ورسېږي او د سولې د بهیر د خرابولو لپاره یو شمېر تاکتیکونه کاروي، خو مېرمن لاینز په دې اړه نور وضاحت نه‌دی ورکړی، خو زياتوي دوی ته بايد اجازه ور‌نه‌کړل شي چې بريالي شي.
د افغانستان حکومت بیا د بین‌الافغاني خبرو د پیل او تر خوا یې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د ملګرو ملتونو له دریځ هرکلی کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، "د افغانستان حکومت د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره لا له وړاندې عملي ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت خپل عملي ګامونه اخیستي او د مذاکراتو د پیل لپاره خپل چمتووالی لري. د افغانستان دولت او خلکو تمه دا ده چې هر څه ژر د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي."
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې د روان کال په شپږ میاشتو کې ملکي تلفاتو ته هم اشاره کړې او زیاتوي، په دې موده کې نږدې ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې د نیمايي تلفاتو مسؤلان‌يې طالبان دي.
خو طالبان بیا وايي، که‌یې بندیان خلاص شي، چمتو دي چې مذاکرات پیل کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: "موږ اماده یوو چې د ټولو بندیانو په خوشې کېدو سره د یوې اوونۍ دننه بین‌الافغاني خبرې پیل کړو."
 
ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې په وروستیو هدفي وژنو هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده.
په اعلامیه کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ پېښه هم یاده شوې او دا د طالبانو د برید په ځواب کې د ملي اردو قرارګاه له‌خوا د هاوان ډزو له کبله اوښتې مرګ‌ژوبله بلل شوې ده.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
د دې کمېسیون د عامه اړیکو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ وویل: "بدبختانه د جګړې ښکېلو لورو د ملکیانو ژوند ته پام نه‌دی کړی، که دا هر ډول وي، قصدي یا سهوا، ولې ملکیانو ته زیان اوښتی دی. ښځې، ماشومان او نور د جګړې له کبله د خپلو حقونو څخه پاتې شوي دي، ان اساسي حق‌یې چې ژوند دی."
 
دا په داسې حال ده چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر هر څه ژر په ټوله نړۍ کې د جګړې درېدو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کرونا سره مبارزې لپاره نړۍ کې د جګړو درېدو غوښتنه وکړه

ملګري ملتونه داسې مهال د بین‌الافغاني خبرو د پیل او د جګړې په پای ټینګار کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به افغانان د سولې په برخه کې ښه خبرونه واوري.
ولسمشر زیاته کړه، د حکومت ټول لومړیتوب‌یې پر سوله څرخي، ځکه خلک سوله غواړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca0enu049n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته