دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 259448
ملګري ملتونه: په افغانستان کې زلزله او سیلاب ځپلي عاجلو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د روان کال د جون په میاشت کې د سېلابونو او زلزلې له امله زرګونه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي، لا هم په خیمو کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوچا ادارې په یوه ټویټ کې ویلی چې په افغانستان کې د زلزلې او سیلابونو زرګونه قربانیان د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستو ته اړتیا لری.
 
د اوچا په وينا، په راتلوونکي ژمي کې بايد دغه کورنۍ تر يوه چت لاندې ژوند وکړي.
 
په افغانستان کې سږ کال د سېلابونو او زلزلو له امله یوازې په پکتیکا او خوست کې زرګونه کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
https://avapress.com/vdchkwni623nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته