(( نوم رفیع الله دی نورستان ته تګ مې لوی ارمان و خو ستونزه یې د لارې ده که سرک یې پوخ شي نو بیا خلک په ډیره اسانۍ وکولای شي نورستان سفر وکړي او له منظرو یې خوند واخلي.))
د نورستان ځایي اوسیدونکي ګیله مند دي او وایي، هغاغسې چې لازمه ده حکومت ورته پام نه دی کړی. ((هر کال حکومت ژمنې کوي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي کړې هسې سرکونه په اساسي ډول نه جوړوي څنګه چې دخلکو اړتیا ده.)) په همدې حال کې د نورستان ځآیي چارواکي وایي، چې دغه ولایت ته یې د پرمختیایي چارو په برخه کې د پام وړ کار کړی.
د نورستان مرستیال والي هاشم فیضي وایي، چې تازه یې مرکز پارون ته د ورغلې لارې د پخیدو هڅې پیل کړي دي. هغه وایي، په لومړي ځل به پارون ته ۲۱ کیلو مټره غځیدلی سرک قیر شي.
(( هڅه کوو چې د سرک د قیر کیدو او نور چارې ګړندۍ شي ځکه دلته نورستان کې فقط شپږ میاشتې کار کیږي او په نورو میاشتو کې بیا وارورې وي چې کار نشو کولای.)) ل شوېده د چاپیریال ساتنې ملي اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې په دغه سیمو کې د طبیعي ښکلاګانو د ساتلو اواو ددغو ښکلاوو لا انکشاف لپاره دیرش میلیونه ډالر لګوي.
له نورستان سربیره کونړ هم په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)