د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرارمز کلید ته وویل چې نن سهار ۷:۲۱دقیقې د یوولسمې امنیتي حوزې په خیرخانې سیمه کې د پولیسو رنجر پوري نښلول شوي ماین چاودنې له کبله دوه ته ټپیان شول. د نوموړي په خبره په ټپیانو کې یو پولیس او یو عام وګړی شامل دی تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کوم وسله والې ډلې نه دی منلی.