دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 213636
خلیل‌زاد: افغانستان کې د امریکا پر پانګونو طالب مشرانو سره خبرې وشوې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې طالب مشرانو او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د متحده ایالاتو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي.
زلمي خلیل‌زاد پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د نړیوال پرمختګ د مالي شرکت «USIDF» د مشر ادام بوهلېر «Adam Boehler» په ګډون په دوحه کې وشوه په افغانستان کې د امریکا او قطر د ګډو پانګونو پر احتمال خبرې وشوې.
طالبانو هم له خپلې خوا په یوه بیان کې دا کتنه تأیید کړې او ویلي یې دي چې د دوی په خبرو کې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ودې، بیارغونې او پرمختګ او په دې برخه کې د ښاغلي بوهلېر پر اقتصادي پلانونو او طرحو بحث وشو.
د طالبانو په بیان کې همداراز راغلي چې په پرونۍ کتنه کې د سولې د بهیر، د بندیانو د ژر تر ژره خلاصېدو، د بین‌الافغاني خبرو د پیل او نورو مسایلو په اړه هم له امریکايي لوري سره خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdcgww9x3ak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته