دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 213639
سورصلیب: د کرونا پر وړاندې د امریکا او برازیل اقدامات ناسم وو
د سره صلیب نړیوالې ادارې پر امریکا متحده ایالاتو او برازیل نیوکې کړي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو هېوادونو د کرونا ویروس پر وړاندې مسولانه اقدامات نه دي کړي.

سرچینې همدا ناسم ګامونه په دغو هېوادونو کې د زیاتو پېښو د ثبت او تلفاتو لامل ګڼلی.

دغو هېوادونو په دې اړه مشخص غبرګون نه دی ښودلی.

امریکایي ولسمشر بیا – بیا ویلي چې حکومت یې کرونا ضده مبارزه کې بریالی و.

دغه دواړه هېوادونه د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له زیاتو زیانمنو کرونا ځپلو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdcjtte8huqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته