دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 213654
د پوهنې وزارت سره د یونسکو همکارۍ دوام لري
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلی رنګینې حمیدي د یونسکو مسوول ښاغلی جورډن نایډو سره پنجشنبه د چنګاښ ۱۲مه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلی نایډو د پوهنې وزارت د نوي مشري څخه په مننی تینګار وکړ چې یونسکو اداره د پخوا په شان د یو پیاوړي مرستیال په توګه د پوهنې وزارت سره پاتي کیږي.

د پوهنې وزارت سرپرستې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د یونسکو د همکارۍ له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دوی همکارۍ کولی شي د پوهنې وزارت د پالیسۍ په پلي کولو او د کیفیت ، معیاري او متوازن خدمتونو په وړاندې کولو کې پیاوړی کړي.
https://avapress.com/vdcgnw9xtak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته