دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 213663
لغمان کې د معارف د درې پرمختیايي پروژو چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په قرغه یې ولسوالۍ کې د یو ۲۴ صنفي ښوونځي، د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اته صنفي ښوونځي او د لغمان ولایت د ښځینه دارالمعلین لیلیې رغنیزې چارې ۳۰ تر ۶۸ سلنې بشپړې کړي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت ويلي؛ د ویلو ده چې د قرغه یې ولسوالۍ ۲۴ صنفي ښوونځی په ۵۶۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو، د سلطان غازي بابا ښارګوټي اته صنفي ښوونځی په ۵۸۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو او د لغمان ولایت د ښځینه دارالمعلین د لیلیې ودانۍ په ۴۷۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړیږي.
سرچینه زیاتوي؛ ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځیو په جوړولو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د زده کړې او تدریس مناسبې فضا په برابرولو سره، پوهنې وزارت سره د ښوونیزو برنامو په ښه تطبیق کې مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcg3w9xwak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته