روغتیا وزارت نن یکشنبه جولای۵(چنګاښ۱۵) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۹۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۷۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۲۹۵۱ تنو ته پورته شوو.
له یادو پېښو څخه۲۴ په کابل، ۱۷ هرات، ۱۰ پکتیا، ۱ ننګرهار، ۸۰بامیان، ۱۴ تخار،۵ بغلان، ۵ بادغیس،۱۴لوګر،۱۱ کندز،۳۳بدخشان،۴۳خوست،۸ کاپیسا، ۵ فراه او ۹ په پکتیکا ولایت کې ثبت شوي دي..
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د هیواد په اوو ولایتونو کابل، هرات، بلخ،تخار، بغلان، کندز او خوست کې د کرونا ویروس له امله ۳۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۶۴ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه په لسو ولایتونو کې د یاد ویروس څخه ۲۰۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۹۳۶۶ تنو ته پورته شوو.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دیکشنبې تر غرمې جولای۵ (چنګاښ۱۵) پورې ۵۳۰۸۹۷کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)