«د ملي اقتصاد د پیاوړتبا پروګرام په ۱۳۹۷ لمریز کال کې هیواد ته بیرته راستنیدونکو خلکو ته د لغمان ولایت په قرغه یو او مهتر لام بابا ولسوالیو کې ۳۷۰ د غالیو اوبدلو دستګاوې وویشلې چې تر اوسه یې ۲۷۳۸ متره مربع لاسي غالۍ اوبدلي دي او ۳۶۴ متره مربع رنګه او ۱۱۳ متره مربع ساده هغه یې بازار ته هم رسیدلي دي.»
باید ووایو چې ددې پروګرام په ترڅ کې ۱۲۰ تختې ټغرونه هم اوبدل شوي چې په ښه بیه پیرل شوي هم دي او له دې لارې یې اوبدونکو تر ۵ میلیونه ډیر عاید تر لاسه کړی دی.